د بند امیر لوبډلې د خپلو ۱۴۰ منډو څخه دفاع وکړه او د مس عینک ټوله لوبډله یې په ۹۷ منډو وسوځوله.
په روان لیګ کې دا د مس عینک دویمه سر پر سر ماتې وه.
په ننۍ سیالۍ کې د بند امیر لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.
خو د مس عینک لوبډلې توپ وهونکي د بند امیر لوبډلې په زړه پورې توپ اچونې ته ماتې ومنله او یو په بل پسې په ډېرو کمو منډو له لوبې بهر شول.
په ننۍ سیالۍ کې د بند امیر ورو توپ اچونکي الله محمد غضنفر د ۱۲ منډو په مقابل کې د مس عینک څلور توپ وهونکي وسوځول.
همدارنګه کریم جنت درې او میرحمزه هم د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د بند امیر د غوره توپ اچونې په پایله کې د مس عینک ټوله لوبډله د لوبې په ۱۸.۱ اور کې د ۹۷ منډو په جوړېدو وسوځېده.
په دغه لیګ کې دا د بند امیر څلورمه بریا او د مس عینک لپاره دویمه ماتې وه.
د دغه لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بند امیر ورو توپ اچونکي الله محمد غضنفر ته ورکړل شوه.
غضنفر د ۱۲ منډو په بدل کې څلور وېکټې تر لاسه کړې.