د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ په موخه تاجکستان ته ورسېده

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغان ملي لوبډله تېره ورځ تاجکستان ته ورسېده او هلته به له کوربه تاجکستان او نيپال لوبډلو سره درې اړخیزې لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

د فوټبال د فدراسیون د معلوماتو له مخې، له تاجکستان او نیپال د فوټبال له ملي لوبډلو سره د افغان ملي لوبډلې لوبې د روانې میاشتې په ۱۶مه او ۱۹مه نېټه ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسیون وايي، د درېیو هېوادونو ترمنځ یادې لوبې دوستانه بڼه لري.
افغان ملي لوبډلې مدیرانو تاجکستان ته له رسېدو سره سم او د لوبو له پیل څخه وړاندې ګډه ناسته هم کړې ده.
په دغه ناسته کې د لوبو د قوانینو سره د اشنا کېدو او د افغان ملي لوبدلې او سیالیو لوبډلو د لباسونو د رنګونو په اړه خبرې اترې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو