افغان ۱۹ کلن سبا له پاکستان سره د کرکټ په درې اړخیزو سياليو کې لوبيږي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۴

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا د جمعې په ورځ ( د لړم ۲۵ مه) په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخيزه سياليو لومړۍ لوبه د پاکستان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تر سره کړي.

دغه سيالي به د افغانستان پر وخت د سهار پر لس بجې پیل شي.

افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې محبوب تسکین (کپتان)، عزیز خان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخیل، حمزه علي خیل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نظیر معروف اعلان کړي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان يې د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ دغه درې اړخیزه سيالۍ سبا جمعه پیل کیږي او د ليندې مياشتي تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د افغانستان لوبې پر لاندې نېټو تر سره کيږي:

افغانستان – پاکستان (جمعه، ۲۵ لړم،۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – پاکستان (چارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (یکشنبه، ۴ ليندې، ۱۴۰۳)

د دې سياليو وروستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ پر ۶ مه) د هغو دوو لوبډلو ترمنځ تر سره شي، چې ډېرې نومرې ولري.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لا له وړاندې دې سياليو ته تمرينات کړي او تیاری يې ورته نیولی.

له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

نور خبرونه

رادیو