د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د نړۍ د لسو غوره الراونډرانو په کتار کې راغلي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د نوي نوملړ له مخې، محمدنبي، راشدخان او عظمت الله عمرزی د نړۍ د لسو غوره الراونډرانو په کتار کې راغلي دي.

په دغه تازه خپور شوي نوملړ کې محمدنبي لومړی ځای، راشدخان درېیم ځای او عظمت الله عمرزي نهم ځای خپل کړی دی.

په دغه نوملړ کې د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا بیا دویم ځای خپل کړی دی.
خو تر دې وړاندې محمدنبي چې د افغانستان د کرېکټ د پیل له لومړنیو لوبغاړو څخه دی ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې له چمپینز ټرافي وروسته به په یو ورځنیو لوبو کې نور نه لوبېږي.
محمدنبي عیسي خېل غواړي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پنځوس اوریزو سیالیو سره مخه ښه وکړي.
د کرېکت د نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر شپږمې نیټې پورې د افغانستان لپاره په ۱۶۵ نړۍوالو یو ورځینو لوبو کې لوبېدلی دی.
محمد نبي تردې مهاله په دغو یو ورځینو سیالیو کې ۳۵۴۹ منډې جوړې کړې او ۱۷۱ ویکټې یې اخیستې دي.

نور خبرونه

رادیو