د هواپوهنې اداره: ۱۵ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د زمري په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه) په ۱۵ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، خوست او کندهار ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، شمالي، لویدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټره ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو