د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه لس کلن پلان نږدې بشپړ شوی دی.
د دغې ادارې د اقلیم د بدلون مشر د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره په یاده موده کې د شل میلیارد ډالرو په ارزښت اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د روح الله امین په وینا، په دې سل مخیز پلان سره به د بېلابېلو سکټورونو له لارې اقلیمي بدلون ته رسېدګي وشي او منفي اغېز به یې کم شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اقلیمي بدلون زیانونو په هېواد کې ۲،۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي، کروندګرو ته په کلني ډول ۲۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي او ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څو ورځې مخکې ویلي و، چې د افغانستان اقلیم ګډوډ شوی چې له امله یې د کرنې، اوبو او ټولنیز امنیت په برخه کې ګڼ زیانونه اوښتي دي.
د دغه ادارې مسوولین له نړۍوالو غواړي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.
د ویلو ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر حافظ عزیزالرحمان ویلي و، چې نړۍوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې وه، چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی.
طالب چارواکو په ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو له خوا د ګل خانه ای ګازو د تولید له امله زیانمن شوی.