د پاکستان پوځ وايي، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی دی.
د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې ښاغلی حمد د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوايي په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې بهیر پیل شوی دی.
د پاکستان پوځ د هغه د نیوني په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.
د معلوماتو له مخې؛ جنرال فیض حميد یو پاکستاني پوځي جنرال دی، چې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ايس ای) مشر وټاکل شو.
نوموړي د ۲۰۲۱ کال په وروستيو میاشتو کې له همدې دندې ګوښه شو.