داعش د پاکستان د جماعت اسلامي د یوه مشهور سیاستوال صوفي حمید د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.
دغه مذهبي سياستوال پرون د پښتونخوا په باجوړ کې کې د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
د داعش خراسان څانګې نن د جمعې په ورځ «د لړم۲۵مه» په یوه خبرپاڼه کې چې په ټیلیګرام کې خپره کړې ده، د دغه برید مسوولیت منلی او د دغو بریدونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
داعش خراسان په افغانستان، پاکستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې په پرله پسې ډول په سیاسي ګوندونو او حتا اسلامي ګوندونو او جریانونو باندې بریدونه کړي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، د جماعت اسلامي ګوند سيمه ييز چارواكى صوفي حمید له جومات نه د وتلو په حال كې و، چې پر موټر سايكل سپرو دوو وسله والو پرې ډزې وكړې او ويې وواژه.
پولیسو دا هم ویلي چې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او پلټنې روانې دي.
ويل کيږي چې د سيمې ځينو اوسېدونکو هڅه وکړه، چې صوفي حمید روغتون ته ورسوي، خو په لاره کې يې ساه ورکړه.
د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اسلامپالې او بېلتون غوښتونکې ډلې په پرله پسې ډول د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي.
تحریک طالبان پاکستان یوه له هغو ډلو ده، چې د خیبر پښتونخوا امنیت یې ننګولی دی.
اسلام اباد تل افغان طالبان د تحریک طالبان طالبان سره په همکارۍ او دغې ډلې ته د پټنځایونو په برابرولو تورنوي.
پاکستاني چارواکي وايي، ټي ټي پي په افغانستان کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په کابل کې د طالبانو په څېر ایډیالوژي تعقیبوي.
افغان طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.