د انګور اډې پرلتوالو پرېکړه؛ که غوښتنې مو ونه منل شي، د اګست ۱۴ توره ورځ لمانځو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د سوېلي وزیرستان د انګور اډې پرلتوال تازه پرېکړه کې وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه مني او له افغانستان سره یې تګ راتګ بې پاسپورټه نه شي، نو د دغه هېواد د ازادۍ ورځ به توره ورځ ولمانځي.

دوی وايي کوم کس په سوېلي وزیرستان کې دغه ورځ ولمانځله نو یو لک روپۍ به ناغه ورکوي.

دغو پرتلوالو په ننۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې که د انګور اډې له لارې له افغانستان سره د تګ لپاره یې د ویزې او پاسپورټ پرېکړه وا نه خیستل شي، نو د ۱۴ اګست چې د پاکستان د ازادۍ ورځې سره برابره ده په سوېلي وزیرستان کې به ټول خلک پر خپلو کورنو او دوکانونو تور بیرغونه لګوي.

د ځايي خلکو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي ویډیوګانې شيي، چې د انګور اډې بازار کې خلک نه لیدل کیږي.

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له لسو میاشتو راهیسې پرلت کړی دی.

د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشي کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

نور خبرونه

رادیو