د هواپوهنې اداره:د هیواد په اوو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۸

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن پنجشنبه د (زمري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو راوتلو، سیلیو او دوړو اټکل شوی.
دغې ادارې، د جمعې او شنبې په ورځ (زمري ۱۹-۲۰مه) د ورښتونو او چټک توپان اټکل کړی.

ويل کیږي، په بېلابېلو سیمو کې به د باران ورېدو کچه له (۱۵ـ ۳۰) ملي مترو پورې وي.
د دغې ادارې په وینا، چې سبا او بله ورځ به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.
د طالبانو د هواپوهنې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له (۵۰ تر ۸۰) کیلومترو پورې اټکل کړې ده.
یادې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په اوو ولایتونو کې د چټک باران، تالندې او برېښنا، سیلیو، سېلابونو راوتلو او خاورو او دوړو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې دغې ادارې نن پنجشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغو ورښتونو، سېلابونو، بادونو او دوړو اټکل د افغانستان په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې شویدی.
په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شپږم هیواد شمېرل شوی چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.
د چټکو بارانونو او توپان وروستۍ پېښې د افغانستان په ختځ او په ځانګړي ډول ننګرهار کې شاوخوا ۸۰ تنه مړه او نږدې ۴۵۰ کسان یې ټپیان کړل چې د دې تر څنګ تر حد زیات مالي زیانونه یې هم واړول.

نور خبرونه

رادیو