ملا ترابي: بریتانیا دې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۸

پېښو ته د طالبانو د رسېدو ادارې مشر د بریتانیا له شارژدافیر سره په کتنه کې ویلي، چې دغه هېواد باید د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ملا نورالدین ترابي زیاته کړې: «سره له دې چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې رول نه لري خو له امله یې زیات اغېزمن شوی دی.»

په ورته وخت کې د بریتانیا ځانګړي استازي رابرټ چټرټن ډېکسن بیا د ملګرو ملتونو سازمان او نورو موسسو له لارې د پېښو له امله زیانمنو ته د زیاتو مرستو رسولو په برخه کې د خپل هېوادوا ژمنتیا څرګنده کړې.
پېښو ته د طالبانو د چمتووالي او رسېدنې ادارې مشر همداراز د طبیعي پېښو زیانمنو ته له بریتانیا د ۵۰۰۰ خیمو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
طالبانو څه موده مخکې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت هم ویلي و، چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغېز ډېر اغېزمن دی.
افغانستان چې د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو بلل کیږي، د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.
له دې سره، د ماشومانو د ژغورنې سازمان د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې وویل، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د اقلیم د بدلون له امله د ۸ لکه او ۵۸۰۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیون کسان اغېزمن شوي دي.
دغه سازمان همداراز ویلي و، چې افغانستان په وروستیو لسیزو کې له تر ټولو «ناوړه بشري ناورین سره مخ دی، چې په وینا یې تر ۱۵۰۰ ډېر ماشومان بې کوره شوي دي.»
د یاد سازمان په وینا، د اقلیم بدلون او بې وزلۍ د نورو ډلو په پرتله په ماشومانو ډېره منفي اغیزه کړې.

نور خبرونه

رادیو