ټي‌ټي‌پي: سویلي وزیرستان کې یوه بله وسله‌واله ډله راسره یو ځای شوه او زموږ سره یې بیعت وکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، چې د سویلي وزیرستان په تويي خاله سیمه کې د دلبر دوتاڼي په مشرۍ یوه وسله‌واله ډله ورسره یو ځای شوې ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغې ډلې د ویاند محمد خراساني له‌خوا خپره شوې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې په کې راغلي، چې د دغې نوې یو ځای شوې ډلې مشر د تحریک طالبانو له مشر نور علي محسود سره بیعت کړی؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله څومره وسله‌وال کسان لري او کله یې له دغې ډلې سره د بیعت خبره کړې ده.
تر دې وړاندې هم ټي‌ټي‌پي په بلوچستان کې له دوی سره د ځینو وسله‌والو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې په پاکستان کې له ټولو مخالفو ډلو غوښتي، چې له دوی سره یو ځای شي چې په دې توګه په ټول پاکستان کې«اسلامي او شرعي نظام » ټینګ شي.
که څه هم چې تر اوسه د ټي‌ټي‌پي سره د دغې نوې ډلې د یو ځای کېدو په اړه کومې خپلواکې سرچېنې څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په وار، وار ویلي و، چې دوی د ټولو وسله‌والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړي او تر ډېره یې دغه ډلې سختې ځپلې هم دي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو یې د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ترهګرو ډلو پر ضد ۲۳زره ۶۲۲ عملیات کړي او ګڼ وسله‌وال یې وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو