د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن دوشنبه د (زمري ۱۵مه تر ۱۶مې نیټې) پورې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو راتلو، سیلیو او دوړو اټکل کړی.
ويل کیږي، په بېلابېلو سیمو کې د باران ورېدو کچه به له (۱۵ـ ۳۵) ملي مترو پورې وي.
د دغې ادارې په وینا، چې نن او سبا به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.
یادې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل کړې ده.
د طالبانو د هواپوهنې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د چټک باران، تالندې او برېښنا، سیلیو، سېلابونو راوتلو او خاورو او دوړو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې دغې ادارې نن دوشنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ورښتونه، سېلابونه، بادونه او دوړې به د افغانستان په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولایتونو د اټکل له مخې وشي.
په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شپږم هیواد شمېرل شوی چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.