په زابل کې ځايي طالب چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونو راوتلي، چې د سر زیان تر څنګ یې خلکو ته مالي زیانونو هم اړولي دي.
ویل کیږي، په دغو سېلابونو کې لس تنه مړه شوي.
په زابل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د زابل ولایت د شنکۍ ولسوالۍ د پتاو په سېمه کې د زیاتو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله لس تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د زابل د شینکۍ ولسوالۍ په ګډون په یو شمیر نورو سیمو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
هغه وايي، د تېرې شپې سېلابونو له امله د کابل ـ کندهار لویې لارې تر څنګ د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د سړکونو یو شمېر برخې هم زیانمې شوې دي.
ښاغلی جوهر وايي، دمګړۍ ټولې هغه لارې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوي چې تېره شپه د باران ورېدو او سېلابونو له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې وې.
همدارنګه ځايي سرچیني وايي، چې تېره شپه د کندهار معروف ولسوالۍ کې هم د سېلابونو راتلو له امله د کرونده ګرو لسګونه د انځرو باغونه ویجاړ شوي.
خو په یادې ولسوالۍ کې د ځاني زیان په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي.