ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۴

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د می په میاشت کې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.

اوچا وويل، چې بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په لوېديځ کې ويجاړتياوې کړې دي.

په ملګرو ملتونو پورې اړوند دې ادارې د زمري په ۱۴مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه یاداښت کې لیکلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په دې حالت کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران زیات کړی دی.

نور خبرونه

رادیو