د هواپوهنې اداره: د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تېز باران، خاورو، دوړو او سېلابونو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا، تیزو بادونو، سېلابونو راوتلو او خاورو او دوړو اټکل کړی دی.

د هواپوهنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپيسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا، تیزو بادونو، سېلابونو راوتلو او خاورو او دوړو اټکل کړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له (۱۵ څخه تر ۴۰) ملي مترو وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په شمالي، لویدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون تېز بادونه، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل هم شوی دی.
په دغو سیمو کې به د تېزو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ څخه تر ۸۰) کیلومتره په ساعت کې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون د ځپل شویو هېوادونو په ډله کې شمېرل شوی چې د موسمي بارانونو، زلزلو او طبیعي پېښو زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو