د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې له سېلابونو د خوندیتوب لپاره محافظوي دېوالونه جوړ کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۹

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې يې د سېلابونو د مخنيوي او زرګونه هېکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوي دېوالونه جوړ کړي دي.

دا سازمان وايي، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ زمري په نهمه خپل اېکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ځایي ټولنو په مرسته یې د ساتنې دغه دېوالونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان وايي، چې د کرنيزو اوبو رسولو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو سره د ځايي ټولنو ملاتړ کوي؛ څو وکولای شي ډېر کرنيز محصولات توليد کړي او د فصلونو په پلورلو سره خپل اقتصادي وضعيت ښه کړي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د سختو اغېزو له امله اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
د نوتردام د نړۍوال شاخص له مخې، چې د اقلیم د بدلون په وړاندې د زیانمنتیا او د مقاومت د ښه کولو لپاره د دوی د چمتووالي پر بنسټ درجه بندي کوي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم ډیر زیان منونکی هېواد دی.
د دې ارزونې له مخې؛ افغانستان اوس مهال د اقلیم د بدلون د خطرونو په شاخص کې له لسو څخه اتم ځای لري.

نور خبرونه

رادیو