د پاکستان پوځ: د ګوادر په لاریون کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې په ګوادر کې قهرجنو لاريون کوونکو پر پاکستاني سرتېرو بريد کړی، چې له کبله يې يو سرتيری وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

پوځ ويلي، چې بريد د « بلوڅ راج موچي» په نوم يوې ډلې کړی.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې بريد کې د شبير بلوڅ په نوم يو ۳۰ کلن سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګي (ای ايس پي ار) رسنیو ته ويلي، چې دا ډول بريد د منلو نه دی او په پېښه کې ښکيل کسان به محکمې ته معرفي شي.

د پوځ دغې څانګې له خلکو غوښتي، چې د دسيسو قرباني نه شي او په امن ساتلو کې دې قانون پلی او د حکومت سره مرسته وکړي.

ای ایس پي ار یا د پوځ مطبوعاتي څانګه زیاتوي، چې پر ټولنیزو رسنیو کې جعلي انځورونه او ویډیوګانې د نفرت خپرولو لپاره کارول کیږي.

د دوی په خبره، چې په ټولنیزو رسنیو کې د غیرقانوني تاوتریخجن لاریون لپاره د همدردۍ او ملاتړ تر لاسه کولو لپاره دغه چاره ترسره کیږي.

بلوڅانو د جولای له ۲۴مې راهیسې د جبري لادرکيو د مخنيوي او په خپلو وسایلو د واک لپاره، په ګوادر او د بلوچستان په ځينو نورو سیمو کې لاريونونه شروع کړي.

نور خبرونه

رادیو