د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه ادارې وړاندوینه کړې، چې د شنبې او یکشنبې په ورځ - زمري په شپږمه او اوومه - په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خطر شته دی.
د طالبانو د هوانوردۍ او ټرانسپورټ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې په دغو شپږو ولایتونو کې د اورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په سویل او لویدیځ کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په سرعت په ساعت کې د تیزو بادونو د چلېدو خبر ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.