تېره ورځ په چمن کې له لس میاشتني ځنډ وروسته روان پرلت پای ته ورسید او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي.
خو ويل کیږي، چې نن دوشنبه هم دغه دروازه تړلې پاتې ده.
د چمن او سپین بولدک یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه ورکړل کیږي.
دغه کسان وايي، تېره ورځ د چمن په پرلت کې اعلان وشو، چې نور به پر دغه دروازه تګ راتګ د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته کیږي خو له نن سهار راهیسې لسګونه کسان د دروازې درواړو غاړو ته د پرلت له اعلان سره سم د تګ راتګ په تمه دي او د تېرېدو اجازه نه ورکړل کیږي.
په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، د دوشنبې په ورځ (زمري لومړۍ نېټه) سهار د دروازې د خلاصېدو په تمه پر ډیورنډ کرښې جوړې شوې دروازې ته له نږدې ورغلی خو پاکستاني پوله ساتو خلکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
همدارنګه د چمن اوسېدونکی امیر محمد وايي، غوښتل یې له ډېرې مودې وروسته په خپل پاکستاني شناختي کارډ سپین بولدک ته ولاړ شي خو پولیسو ورته ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري په شناختي کارډ او پيژندپاڼه د تلو راتلو د اجازې ورکړې امر نه دی ورته شوی.
د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د حتمي کېدو په غبرګون پیل شوی لس میاشتنی پرلت، تېره ورځ د دغه پرلت د بندي شویو غړو له راخوشې کېدو او د پرلت له لوري په دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ تر اعلان وروسته پای ته ورسېده.
بل خوا پر ټولنیزو رسنیو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندان مولوي محمود یو غږیز پیغام خپور شوی، نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر پيژندپاڼې او شناختي کارډ د تلو رالو پر مهال هیڅ ستونزه نشته او دوی د مساپرو مخنیوی نه کوي.
که څه هم تېره ورځ د چمن پرلتوالو له لوري د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پخوا په څېر د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان په شناختي کارډ د تګ راتګ د اجازې خبره وشوه، خو د یادې پرېکړې په اړه تر دې مهاله د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.