د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې.
کرن ډېکر په خپل اېکس کې لیکلي: «مونږ وضعیت څارو او د مرستو د برابرولو په حال کې یو.»
مېرمن ډېکر د چهار شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) همداراز لیکلي، چې اړمنو کسانو ته به د خوړو، اوبو او نورو اړینو توکو په برخه کې مرسته وشي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د جولای په ۱۵مه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو په پایله کې تر ۴۰ زیات کسان مړه، ۲۳۰ تنه ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
یاد سازمان او طالبانو بیا په ټولو هغو ولایتونو کې چې سېلابونه راوتلي او مرګ ژوبله هم لري، دقیق شمېر یې تر اوسه نه دی وړاندې کړی.
له دې سره؛ په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې په وروستیو خونړیو سېلابونو او توپانونو کې زیانمنو شویو کورنیو له طالبانو او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.
په ننګرهار کې یوې مرستندویه او ژغورنې موسسې بیا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له اعلان شوې شمېرې څخه مرګ ژوبله او اوښتي زیانونه ډېر زیات دي.
سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو د جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود او د بهسودو په ولسوالیو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
پر دغو خونړیو سېلابونو د هېواد پخوانیو ولسمشرانو، پخوانیو چارواکو، د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو او لسګونو نورو افغان سیاستوالو خواشیني ښودلې ده او له مرستندویه ادارو غواړي چې له زیانمنو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وکړي.