منظور پښتین: پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او پولیس باید برید کوونکي ونیسي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر تېر ماښام په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پښتانه پر ښاغلي وزیر برید کوونکي نه بښي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله‌من وزیر د یکشنبې په ماښام د اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی.

پر نوموړي د برید کولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او زیاته یې کړه چې پولیس باید پر هغه برید کوونکي ژر ونیسي.

ښاغلي پښتین وايي، پر ګیله‌من وزیر برید د یو منظم پلان له مخې شوی، او د اسلام اباد له پولیسو څخه غوښتنه کوي څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.

د ګیله‌من وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیله‌من وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که پولیس پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي ونه نیسي نو عام خلک به پر ښاغلي وزیر په برید کې پولیس هم ښکیل وګڼي.

ګیله من وزیر نږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په زندان کې سخت شکنجه شوی هم دی.

نور خبرونه

رادیو