نبیل ګیله من وزیر ته: په دې سختو شېبو کې باید په یاد ولرو چې د ازادۍ بیه ارزانه نه ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ګیله من وزیر د ټپي کېدو په غبرګون وایي: « په دې سختو شېبو کې باید په یاد ولرو چې د ازادۍ بیه ارزانه نه ده.»
رحمت نبیل پر اېکس لیکلي، چې ګیله من وزیر په خپلو شعرونو کې تل د مظلومیت او عدالت غږ پورته کړی دی.

ښاغلي نبیل د چګوارا د یوې وینا په نقل سره ویلي: «انقلاب داسې سر ښندونکو مینه والو ته اړتیا لري چې د مینې بیه په وینو او خپل ژوند اداء کړي.»
نوموړي پر ګیله من وزیر نننی برید وغانده او زیاته یې کړه: «ګیله من د خپلو خلکو د ازادۍ له رښتیني مینه والو څخه دی.»
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر دغه راز وایي: «د ګیله من سوری سوری او په وینو لت پت ټټر، په محکومه پښتونخواه کې د انقلاب په رنګ، رنګ شوی او د هغه دا وینه به د غوټې په څېر غوړیږي.»
په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن په دغه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چاقوګانو وهل شوی دی.
که څه هم نوموړی اوسمهال په روغتون کې دی او وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی و، خو په خواله رسنیو کې یو شمېر کسانو د نوموړي ویډیو خپره کړې وه چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی وايي، چې پر ګیله من وزیر هغه مهال برید شوی چې هغه د جومات څخه د راوتلو په حال کې و.
ګیله من وزیر نېږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په بند کې د ای ایس ای له خوا سخت شکنجه شوی و.

نور خبرونه

رادیو