له اېبټ اباد او ګوادره په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د پوليو ویروس تایید شوی دی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۵

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې، په لومړي ځل د اېبټ اباد او ګوادر څخه په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس تایید شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وينا، په ټول پاکستان کې د دغه ويروس د خپرېدو لړۍ روانه ده.

دغه چارواکي وایي، چې په کراچۍ، سند، بلوچستان او اسلام اباد کې هم د پوليو ويروس لیدل شوی دی.
چارواکو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د اېبټ اباد په کلا پل شیخ البندي او د ګوادر جي ډي اې پلانټ کې په چاپېریالي بېلګو کې هم د ګوزڼ ویروس تایید شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، تر اوسه د دغه هېواد د ۴۹ ولسوالیو په ۲۱۱ چاپېریالي بېلګو کې د پولیو ویروس موندل شوی او تر اوسه ۸ ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په کې په ګوزڼ ناروغۍ ماشومان اخته کېږي؛ که څه هم چې د روغتیا نړۍوال سازمان او نور مرستندویه بنسټونه د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په دواړو هېوادونو کې د واکسین کمپاینونه ترسره کوي؛ خو په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک په دودیزه توګه لا هم د دغه واکسین سره مخالفت کوي او وخت ناوخته د پولیو د واکسین پلي کوونکي د وسله‌والو ډلو له‌خوا په نښه کېږي.

نور خبرونه

رادیو