د هواپوهنې اداره: د افغانستان په ځینو سیمو کې د چټکو بادونو، سیلیو او دوړو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه او ۱۲مه ) د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د چټکو بادونو، سیلیو او دوړو اټکل کړی.

‏د دغې ادارې په وینا، چې نن او سبا به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.

یادې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له ۶۰ تر ۹۵ کیلومټرو پورې اټکل کړې ده.

د اونۍ په سر کې هم د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی و، اټکل کیږي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو سیلیو، خاورو او دوړو سره بادونه ولګیږي چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه له (۵۰ تر ۸۰) کیلومټرو پورې ورسېږي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو