تحریک انصاف ګوند: په افغانستان کې د احتمالي بریدونو په اړه څرګندونې نامسووله او پارونکې دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د پاکستان تحریک انصاف د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف له‌خوا په افغانستان کې د احتمالي بریدونو په اړه څرګندونې "نا مسووله او پارونکې" وبللې.
د دغه ګوند ویاند رووف حسن غوښتنه وکړه، چې په دې تړاو دې له ملت سره سلامشورې وشي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي و، چې پاکستان به د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات وکړي.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي و:«که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»
تحریک انصاف ګوند وایي:« حکومت د ګاونډي ورور هېواد سره د شخړې په رامنځته کولو سره هېواد پر غلط لوري بیایي.»
د دغه ګوند ویاند ویلي، چې د تحريک انصاف د پاکستان حکومت له افغانستانه د امريکا د وتلو پر مهال له احتمالي وژونکو اغېزو ژغورلی او د طالبانو له ادارې سره يې د ګټورو اړيکو بنسټ کېښود.
هغه زیاته کړې:«هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ هېواد د نامالومو موخو لپاره په پوځي عملیاتو کې د ایران او افغانستان په ګډون له کوم بل ګاونډي سره ښکېل شي.»
ورته مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي:« دا د ماشومانو خبرې مه کوه، چې له دې ځایه په افغانستان برید کوو. موږ یې په هیڅ حالت کې نه شو منلای.»

نور خبرونه

رادیو