د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر نويد اشرف ويلي، چې د دې هېواد سمندري ځواک د هر ډول تيري په وړاندي ځواب ورکولو ته بشپړ چمتو دی.
نوموړي د سمندري ځواک او سکتور په برخو کې د ښځو د زيات ګډون ستانیه کړې.
پاکستان راډيو نن شنبه په خپل يوه خبر کي ويلي، چې د دې هېواد د سمندري ځواکونو مشر نوید اشرف په کراچي کې د سمندري ځواکونو اکاډمۍ د منځنۍ کچې افسرانو په فراغت غونډه کې دا خبره وکړه.
هغه په خپله وینا کې د سمندري ځواکونو تګلاره کې د شپږم نسل جګړې سره د اغیزناکې مقابلې لپاره د پرمختللې تکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا د ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه ويلي، چې د پاکستان په سمندري ځواک او په ځانګړې توګه د سمندري سکتور په بېلابيلو برخو کې ښځې هم ډېره ونډه لري او دا کار یې د ستایلو دی.