د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې سې شنبه په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي.
تاجکستاني رسنیو لیکلي، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ترسره شي.
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري.
د تاجکستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۹ مه له شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې دوشنبې ته د هغه د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو.
تاجکستان ته د شهباز شریف تر سفر مخکې د دوشنبې او اسلام اباد ترمنځ مستقیمې الوتنې پرون پیل شوې.
د "سامان ایر" هوايي شرکت به په اونۍ کې اسلام اباد ته یوه الوتنه ولري.
داسې ښکاري چې دوشنبې ته د شهباز شریف د سفر یو هدف د افغانستان پر وضعیت خبرې کول دي.
دواړو هېوادونو تاجکستان او پاکستان د افغانستان پر وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده.
په دې وروستیو کې د تاجکستان د پارلمان رییس د ډله ییز امنیت د سازمان د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د پولو د امنیت لپاره په عاجله توګه کار وکړي او له افغانستانه د سخت دریځو د نفوذ مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.
پاکستاني چارواکو پرله پسې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د سیمې د هېوادونو پر ضد کارول کېږي. پاکستاني پوځیان ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په استفادې د دغه هېواد پوځیان په نښه کوي. دوی ویلي دي چې پر چینايي انجینرانو برید هم له افغانستانه تنظیم شوی دی.