د تودوخې څپه؛ په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرمۍ له کبله ۷ کسه نور مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرمۍ له کبله ۷ کسان مړه شوي دي.

د سند د عامې روغتیا وزارت وایي، کراچۍ کې د پنجشنبې په ورځ د ګرمۍ ۲۱۲ پېښې راپور شوې، چې په کې د ګرمۍ تر ټولو زیاتې پېښې په مرکزي سیمو کې ثبتې شوې دي.

په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ سره، سره په ګڼو سیمو کې د ۱۲ څخه تر ۱۴ ساعتونو پورې برېښنا نه وي.
پاکستانۍ رسنیو وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې په دغه لوی او ګڼ مېشتي ښار کې سختې ګرمۍ او د برېښنا پارچاوۍ له امله په شپږو ورځو کې د مړو شمېر ۷۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ له کبله ګڼ څاروي هم تلف شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د ایدهي خیریه بنسټ وایي، یوازې وړمه ورځ د دغه بنسټ د مړو سړو خونو ته ۱۲۷ مړي ور وړل شوي او ۱۴۱ مړي بیا د جون په ۲۵مه خاورو ته سپارل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو