خواجه اصف: پاکستان په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات کوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات کوي.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي:« که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»

نوموړي په دې وروستیو کې له افغانستان سره د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي.
هغه وایي:« موږ د افغانستان لپاره ډېر څه کړي؛ خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.»
ښاغلي اصف د کرښې په اوږدو کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په نښه کولو لپاره خپله ژمنه تکرار کړه او ویې ویل، چې ټول سیاسي ګوندونه به د عملیاتو په اړه باخبر وساتي.
هغه عمران خان تورن کړی، چې د تحریک انصاف په دوره کې یې د ټي‌ټي‌پي شاوخوا له څلورو زرو څخه تر پنځو زرو پورې غړي پاکستان ته راوړي وو.
خواجه اصف د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه غندلي او دا یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
له بل پلوه هغه له جیونیوز سره په یوې بلې مرکه کې ویلي، چې د ترهګرۍ او قاچاقو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوي.
هغه زیاته کړې، چې ټول ترهګر په افغانستان کې دي.

که څه هم طالبانو د دغو ادعاوو په اړه لا څه نه دي ویلي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې د طالبانو له‌خوا تل ردې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو