د پاکستان لومړي وزیر بیا له اپوزیسیون وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له حکومت سره خبرو ته کېني او خپل هېواد د پرمختګ پر لار برابر کړي.
د شهباز شریف په مشرۍ حکومت سره د اپوزیسون د اختلاف نوې مسله عزم استحام عملیات دي، چې پوځ یې پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو پرضد پلانول غواړي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې وړمه ورځ په خپله غونډه کې د دې عملیاتو پیلول تایید کړل.
شهباز شریف هغه ورځ د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي، خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.
خو د کابینې تر تایید یوه ورځ مخکې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون هم پارلمان کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د چین په خوښه او غوښتنه دا عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري.
د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.