رسنۍ وايي، په دغه لوی او ګڼ مېشتي ښار کې سختې ګرمۍ او د برېښنا پارچاوۍ له امله په شپږو ورځو کې د مړو شمېر ۷۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
ويل کیږي په کراچۍ کې د سمندري هوا د بندېدو له امله د ګرمۍ څپې مخ په لوړېدو دي او ورځ تر بلې د ګرمۍ دوپ په زیاتېدو دی.
کراچۍ کې د ایدهي خیریه بنسټ د معلوماتو له مخې یوازې تېره ورځ د ایدهي بنسټ د مړو سړو خونو ته ۱۲۷ مړي ور وړل شوي وو، او ۱۴۱ مړي بیا د جون په ۲۵ مه خاورو ته سپارل شوي.
پاکستاني رسنیو د ایدهي خیریه بنسټ له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د جون په ۲۴ مه ۱۳۵ مړي د ایدهي خیریه بنسټ هدیرې ته لیږدول شوي.
راپور زیاتوي، چې د جون په ۲۳ نیټه ۱۴۴ مړي د دغه بنسټ د مړو خونې ته لیږدول شوي او د جون په ۲۲مه بیا ۹۰ مړي دغلته ور وړل شوي دي.
د ایدهي خیریه بنسټ ویاند وايي، د جون په ۲۱ مه د ۷۹ کسانو مړي دغه بنسټ ته ور وړل شوي وو.
کراچۍ ښار د پاکستان په لوېدیځ کې پروت دی او د دغه هېواد تر ټولو ګرم ښار ګڼل کېږي. په تېرو درېیو ورځو کې په دغه ښار کې د تودوخې درجه د سانتي ګرېډ په حساب ۴۵ درجې اټکل شوې ده.
ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کراچۍ کې د تېرو درېیو ورځو ګرمي د سانتي ګرېډ په درجه له ۴۵ اوښتې او ځينې یې ۵۰ درجو ته نږدې ګڼي، خو رسمي ادارو داسې شمېرې نه دي خپرې کړې.