د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، داسې ښکاري چې په راتلوونکو درېیو میاشتو کې به ټي ټي پي د خیبرپښتونخوا ایالت سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
هغه وايي، ټي ټي پي به په دغو سیمو کې ډېر ژر «اسلامي امارت» اعلان کړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند تېره ورځ چهارشنبه د (چنګاښ شپږمه) په ایکس پاڼه د مولانا فضل الرحمان يوه ويډیو خپره کړې چې هغه د پاکستان قومي اسمبلۍ په هغه مجلس کې خبرې کوي چې د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د حکومت د کابینې مهم غړي ناست دي.
هغه وړاندې وايي، چې د ده د تازه معلوماتو له مخې په راتلوونکو درېیو میاشتو کې به ټي ټي پي د خیبرپښتونخوا ایالت شمالي او سوېلي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، کرک، بنو، لکي مروت او نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
هغه وايي، ټي ټي پي به د دغو سیمو له نیولو وروسته دغلته ډېر ژر «اسلامي امارت» اعلان کړي او خپله واکمني به ټینګه کړي.
مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا د پاکستان حکومت او پوځ تورن کړ چې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د وسله والو د ځپلو عملیات کوي خو وسله والې ډلې ورځ تر بلې غښتلې کیږي.
مولانا دغه خبرې له هغه وروسته کوي چې د پاکستان پوځ او حکومت تازه د وسله والو د ځپلو په موخه په دغه هیواد کې د «عزم استحکام» په نوم عملیات پیل کړي.