په پېښور کې د پښتنو یوې سترې جرګې د پاکستان د هغې نوې پرېکړې سره چې د وسلهوالو ډلو پر ضد یې د «عزم استحکام» په نامه د پوځي عملیاتو هوډ کړی مخالفت څرګند کړ.
د جرګې برخهوالو وویل، د داسې پوځي خوځښتونو لپاره په کار دي چې لومړی په پارلمان کې پرېکړه وشي.
په دغې جرګه کې چې د پښتنو سیاسي مشرانو له هغې ډلې د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په کې برخه لرله، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د پاکستان د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې له مخې یې دغلته پوځي عملیات پیلېږي.
په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو له امله د پاکستان پوځ د وسلهوالو ډلو په تېره بیا د پاکستان د طالبانو د تحریک پر ضد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د «عزم استحکام» په نوم نوي پوځي عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو ستونزو حل
د پښتنو دغه ستره جرګه د پښتنو د قبایلي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د پاکستان په پارلمان کې د استازو په ګډون د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۶مه نېټه) د تحریک انصاف ګوند لهخوا په پېښور کې جوړه شوې وه.
جرګې د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دې ټولې سوداګریزې ستونزې هوارې کړي او له افغانستان سره دې ټولې سوداګریزې لارې پرانیزي.
د پښتنو د جرګې په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت دې په خرلڅۍ، چمن، انګور اډې، تورخم او غلام خان کې دې د هغو اعتراض کوونکو ټولې مشروع غوښتنې ومني، چې له څو میاشتو راهیسې یې اعتراضونه او پرلتونه پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت څو میاشتې وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ په پاسپورټ او ویزو تګ راتګ جبري کړ؛ خو پښتنو د پاکستان دغه پرېکړه نه ده منلې او له حکومته یې غوښتي، چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.