د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني رسنیز دفتر وايي، چې تېره ورځ چهارشنبه ناوخته سېلابونو د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په جخان سیمه کې ۳۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
وايي تر اوسه پورې د سر زیان خبر نه دی ورکړل شوی.
د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې تېره ورځ چهارشنبه د (چنګاښ شپږمه) ناوخته سېلابونو د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په جخان دره کې ۳۰ کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
دغه دفتر وايي، د سېلاب تر راوتو وړاندې یې خلکو ته خبرداری ورکړی او خلک له کورونو وتلي او په سیمه کې لوړو ځایونو ته ختلي وو.
د بدخشان لپاره د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر محمد اکرم اکبري هم رسنیو ته ویلي، چې د يمګان ولسوالۍ په جوخان دره کې د سېلابونو له امله ٣٠ کورونه بشپړ او نیم ويجاړ شوي دي.
هغه زياته کړې، چې له ٣٠٠ جريبه ډېره کرنيزه ځمکه، د يوه ښوونځي ودانۍ، درې جوماتونه او څو کرنيز کانالونه هم ويجاړ شوي دي.
په دې وروستیو کې د نړۍ اقلیمي بدلون پر افغانستان هم اغېز پرې ایستی دی او د ګڼو بارانونو او سېلابونو له امله د افغانستان په شمال او سوېل کې سلګونه کسان مړه او تر دوو زرو زیات کورونه ویجاړ شوي، په زرګونو څاروي مړه او په لسګونو زرو کرنیزه ځمکې یې ویجاړې کړې دي.