پاکستاني رسنۍ: په بلوچستان کې د ټي ټي پي دوه قوماندانان نیول شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

پاکستاني رسنیو د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د ټي ټي پي دوه قوماندانان یې په بلوچستان کې نیولي دي.
ټي ټي پي د دغه خبر په اړه لا څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د (غبرګولي شپږمه) د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د ټي ټي پي دوه لوړپوړي قوماندانان یې په بلوچستان کې نیولي دي.
دغه رسنۍ وايي، چې یاد قوماندانان چې یو یې نصرالله محسود مشهور په مولوي منصور او دویم یې ادریس مشهور په ارشاد و، د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د چارواکو له قوله وايي، چې دغه دوه کسان د «یوې مهمې ترهګرې شبکې مشران دي چې د هند په مرسته یې بلوڅ بیلتون پال او د ټي ټي پي وسله وال په پاکستان کې بریدونو ته چمتو کول.»

نور خبرونه

رادیو