ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په کراچۍ ښار کې په تېرو درېیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي.
ويل کیږي، په دغه ښار کې د برېښنا پارچاوي هم تر ساعتونو اوښتې چې ان کله په ورځ کې تر لسو ساعتونو رسیږي.
په کراچۍ کې د چهپا او ایدهي په نومونو د خیریه بنسټونو چارواکو ویلي چې یوازې د سې شنبې په ورځ په دغه ښار کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د دغو کسانو مړي د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې موندل شوي او د ځينو هويت لا هم نه دی څرګند شوی.
د کراچۍ په منګهوپیر سیمه کې د سردارخان په نوم یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې د ډیرې ګرمۍ له امله یې وړمه ورځ دوه ګاونډیان مړه شوي چې یوه په کې ښځه وه.
هغه وايي، ګرمي هغه مهال زور وکړي چې برېښنا نه وي، «دا یوه هفته بیخي زیاته ګرمي ده، زموږ دوه ګاونډیان یو سړی او یوه ښځې دوه ورځې مخکې له ګرمۍ مړه شول، برښنا کله، کله لس ساعته نه وي، په ټانکیو کې اوبه داسې ګرمي وي لکه جوش کړې دې چې وي. »
هغه وايي، د کراچۍ په ګڼ مېشتي ښار کې چې ګرمۍ کې برېښنا نه وي نو د ده په خبره د ډېرو نورو خلکو د مړېنې امکان هم شته.
کراچۍ ښار د پاکستان په لوېدیځ کې پروت دی او د دغه هېواد تر ټولو ګرم ښار ګڼل کېږي. په تېرو درېیو ورځو کې په دغه ښار کې د تودوخې درجه د سانتي ګرېډ په حساب له څلویښتو څخه زیاته اټکل شوې ده.
ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کراچۍ کې د تېرو درېیو ورځو ګرمي د سانتي ګرېډ په درجه له ۴۵ اوښتې او ځينې یې ۵۰ درجو ته نږدې ګڼي، خو رسمي ادارو داسې شمېرې نه دي خپرې کړې.