د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې با امنه، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
اسحاق ډار زیاتوي، چې د اوسني او راتلونکي خطرونو کمولو او د ټولو هېوادونو اړتیاو پوره کولو او همکارۍ لپاره اړیکې او خبرې اترې اړینې دي.
محمد اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې پاکستان د یوې داسې تګلارې ملاتړ کوي چې د مقابلې پر ځای همکارۍ ته لومړیټوب ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ پاکستان د سولې او پرمختګ تر منځ د نه جلاکېدونکې اړیکې په کلکه ملاتړی دی.
هغه د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي د ټینګار تر څنګ وویل، چې پاکستان دا ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره به د کوم دولت پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.
ښاغلي ډار وویل، چې پاکستان غواړي د افغانستان له اوسني چارواکو سره وګوري او د ستونزو د هوارۍ لپاره سره خبرې اترې او عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي ډار وویل، چې پاكستان په پرله پسې توګه هڅه كړې چې زمونږ په نږدې او لرې ګاونډ کې د ټولو هېوادونو سره د سولې، همكارۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې ولري.