مولانا فضل الرحمان: د پاکستان حکومت د چین په غوښتنه پوځي عملیات کوي چې بدې پایلې به ولري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د چین په خوښه او غوښتنه عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري.

نوموړي نن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د پښتونخوا خلک د مبارزې ۳۰۰ کلن تاریخ لري.

هغه زیاته کړه: "موږ درې سوه کاله مبارزه او ۵۰ زره شهیدان د دې لپاره نه دي ورکړي، چې جنرالان دې پر موږ حاکم شي او لکه د ځناورو دې په موږ پسې وي".

د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.

هغه د کوم مشخص ګاونډي نوم وا نه خیست؛ خو د پاکستان د پوځ او حکومت د مشرانو له خوا افغانستان کې پر واکمنو طالبانو بار - بار نیوکه شوې، چې د دوی مخالف وسله والو ته پټنځي برابروي.

نوموړي پر حکومت او پوځ غږ وکړ، چې له دوی سره دې ښکر نه اړموي.

ملا فضل الرحمان وویل: "تاسو ټولو ته معلومه ده، چې ښکر اړموونکو څه نتیجه اخیستې دا زما یوه مشوره ده".

تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید کړل.

خو وړمه ورځ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د پارلمان غړی اسد قیصر د اپوزسیون په نماینده ګۍ وايي، چې دوی د پوځ له خوا د تازه عملیاتو مخالف دي او دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې په پښتونخوا کې بیا جنګ پیل کړي.

هغه وايي، چې د عملیات له افغانستان سره د جنګ په معنا دي.

نوموړي د پاکستان په پارلمان کې حکومت او د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل: "تاسو چې کومه طریقه خپله کړې او له افغانستان سره د دښمنۍ یو بل دور شروع کوئ، موږ ته قبوله نه ده".

د اسد قیصر په خبره؛ که چېرې هر څوک د دوی په سیمه کې بیا جګړه پیلوي دوی به د خپل ملت تر شا دریږي او په شریکه به یې مخالفت کوي.

هغه وویل: "که د هر چا دا فکر وي په خدای قسم چې اول به زموږ په جسدونو تېریږي او بیا به جګړه پیلوي، موږ څه بنګړي نه دي په لاس کړي".

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي؛ خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.

په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په لاهور کې د خبریالانو یو غونډې ته ویلي، چې د عملیاتو مالي لکښت په برخه کې به څلور صوبې مرسته کوي.

بل خوا تېره ورځ په وزیرستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو بیا د پاکستان د پوځي موټرو ویډیوګانې خپرې کړي، چې یو لوی کاروان میرعلي ته داخليږي.

نور خبرونه

رادیو