په پښتونخوا کې پر ځنګل وهلو او د چارتراشو پر لېږد بنديز ولګول شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د پښتونخوا د ځنګلونو ادارې وزير په همدې صوبه کې د ځنګلونو پر پرې کولو او د چارتراشو پر لېږد په بشپړ ډول بنديز ولګاوه.

فضل حکیم وایي، چې د ځنګلونو بې قانونه پرې کول د منلو نه دي.

د جيونيوز د خبر له مخي ښاغلي حکيم ويلي، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره یې څارونکې ټيمونه جوړ کړي دي.

نوموړي ويلي، چې سیاحت او ځنګلونه سره تړلي دي او باید په پښتونخوا کې د منظم چاپيريال لپاره «ريکارډ بوټي» ولګول شي.

د هغه په خبره، چې د ځنګلونو پرې کول چاپيريال ته سخت زیان اړوي او دا د اقلیم د بدلون او د نړۍ د تودوخي لامل ګرځي.

نور خبرونه

رادیو