ځايي سرچینې: تېره شپه د خیبرپښتونخوا بنو کې د هوايي برید له امله درې وسله وال وژل شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

ځايي سرچینې وايي، تېره شپه د خبیرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په سر پل سره درګه سیمه کې د بې پېلوټه الوتکې د برید له امله درې وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.
پاکستاني پوځ لا په دې اړه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه سې شنبه د (چنګاښ پنځمه) د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د حافظ ګلبهادر په وسله والو د ډرون هوايي برید شوی چې له امله یې درې وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور تپیان شوي دي.
تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ویلي خو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د باوري سرچینو له لوري رسېدلي انځورونه ښيي چې یوې ډلې وسله والو جنازه پر اوږو روان دي او د یوه وسله وال مړی لېږدوي.
په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکی لال وزیر وايي، چې په دې وروستیو کې پر قبایلي سیمو د وسله والو د ځپلو په نوم هوايي بریدونه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ تېره اونۍ د (عزم استحکام)) په نوم د وسله والو د ځپلو عملیات پیل کړل چې د د سیاستوالو، روڼ اندو او قومي جرګو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت هم د فډرالي حکومت دا پرېکړه چې په دغه صوبه کې به د عزم استحکام په نوم د وسله والو د ځپلو عملیات پیلوي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې جګړه د حل لاره نه ده د خبرو لاره دې غوره شي.
په همدې موخه د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور د خیبرپښتونخوا له یو شمېر مشرانو سره په مشورو بوخت دی او غواړي په دې برخه کې د قبایلي سیمو یوه لویه جرګه جوړه کړي.
خو ځينې سیاستوال د هغه دغه کار ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې صوبايي وزیر ګنډاپور د دغو عملیاتو د پرېکړې یوه برخه ده.

نور خبرونه

رادیو