د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، چې حکومت یې مجبور و، چې له ای ایم ایف سره په ګډه ملي بودیجه جوړه کړي.
پاکستان تازه له ای ایم ایف څخه پور اخیستی او حکومت یې باید د ای ایم ایف اصول پر ځای کړي.
له دې وړاندې د حکومت اپوزسیون ویلي وو، چې د پاکستان بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو او ادارو له خوا جوړه شوې ده.
په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال عمر ايوب ویلي و، چې د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده.
نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، په هغه هېواد کې چې قانون حاکم نه وي، پانګوال پانګونه نه کوي.
د بودیجې په اړه عمر ایوب وویل، چې د پاکستان د نوي کال بودیجه یو ناقانونه سند دی، چې ملي شورا ته وړاندې شو.
هغه زیاته کړه، چې کله بودیجه وړاندې کیږي نو د مالیې بیل په شمول ټول اسناد دلته وړاندې کیږي.
د اپوزیسیون مشر پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو کمه پانګونه د اوسني حکومت په دوره کې کې شوې ده.
عمر ایوب وویل، چې حکومت په هره احصایه کې درغلي کوي، په هېواد کې بې روزګاري او انفلاسیون خورا زیات شوی او عاید کم شوی دی.
بل خوا شهباز شریف د قومي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان روان بد اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی مجبور شوي، چې له ای ایم ایف څخه پور واخلي او د هغوی ټول اصول ومني.
د پاکستان حکومت پارلمان ته د ۸۵ ټریلیون خسارې سره ۱۸۸ ټریلیونه او ۸۷ بېلیونه پاکستانۍ کلدارې بودیجه وړاندې کړې ده.