په پاکستان کې د ماشومانو د پولیو شپږمه پېښه ثبت شوې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د پاکستان د بلوچستان صوبې د روغتیا ادارې د ماشومانو د پولیو د یوې پېښې د ثبتولو خبر ورکړی دی.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، دا په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو شپږمه پېښه ده.

د جيو نيوز د خبر له مخې؛ د بلوچستان د روغتيا ادارې ويلي، چې د بلوچستان په عبدالله قلعه سيمه کې يو ۱۸ مياشتنی ماشوم په پوليو اخته شوی دی.

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې د راپور له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د پولیو د درېیو پېښو ثبتېدل په دغه هېواد کې د پولیو په تشخیص او مخنیوي کې د دوی پاتې کېدا ښيي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي څو پولیو له منځه یوسي.

نور خبرونه

رادیو