په پکتیا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د غره ښوېیدو په پېښه کې اوه تنه مړه شوي چې دوه ښځې او پنځه تنه یې ماشومان دي.
دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د یاد ولايت په یوه غرنۍ ولسوالۍ کې شوې.
په پکتیا کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (چنګاښ درېیمه) ناوخته د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د جګ اورګوړ په سیمه کې پر یو کور د غره یوه څنډه را ښوېیدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي دي.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر نثار احمد نجات هم رسنیو ته د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دې چې په مړه شویو کسانو دوه ښځې او پنځه ماشومان دي.
د یادونې وړ ده چې نږدې درې میاشتې وړاندې هم د پکتیا په وزې ځدراڼ په ولسوالۍ کې هم د غرهښوېیدنې په پېښه کې د یوه کور پنځه غړي مړه شوي وو.