د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پیژندنې ادارې د چنګاښ په ۲مه او ۳مه نېټه په ۲۳ ولایتونو کې د سخت باران، برېښنا، سېلیو، بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو هوا پیژندنې ادارې له ‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کوڼر، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننگرهار، لوگر، میدان وردک، غزنی، پکتیا، خوست، پکتیکا، دایکندی، بامیان، سمنگان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو اټکل هم شوی دی.

د راپورونو له مخې، د وروستیو سیلابونو په پایله کې په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان مړه شوي وو.

تېره اونۍ په بامیان ولایت کې د طالبانو ‏د رسنیو دفتر ویلي و، چې (د غبرګولي ۲۵مه) د سېلابونو له امله د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۶۰ څاروي تلف شوي، ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۲ کورونه او شاوخوا ۲۶ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو