‏د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ اسټرالیا د ۲۸ منډو په توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو پر دوام؛ د دغه سیالیو په دویم پړاو کې اسټرالیا لوبډلې بنګله‌دېش ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې اسټرالیایي لوبغاړي ډېوېډ وارنر ۵۳ ترټړلو ډېرې منډې کړې او کومېنس بیا درې وېکټې اخیستې وې.

کومېنس د دغه لوبې غوره لوبغاړی شو.

اسټرالیا به په دغه سیالیو کې خپله دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳مه نېټه) د افغانستان پر وړاندې ترسره کړي.
هند هم افغان لوبډلې ته د دغه پړاو په دویمه لوبه کې تېره شپه د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او انګلنډ بیا په اتو وېکټو وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه.
د دغه جام دویم پړاو سیالۍ وړم ماښام د امریکا او سوېلي افرېقا په لوبې پیل شوې، چې سوېلي افریقا دغه لوبه د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.
په دغه پړاو کې د افغانستان، وېسټ انډیز، هندوستان، امریکا، بنګله دېش، اسټرالیا، انګلند او د سوېلي افریقا لوبډلې شاملې دي، چې یوازې څلور لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

نور خبرونه

رادیو