د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د غبرګولي په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه) په ۱۴ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او د سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د الوتو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۹۰) کیلو مټرو ورسېږي.
له بل پلوه پنځه ورځې وړاندې په بامیان ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی و، چې (د غبرګولي ۲۵مه) د سېلابونو له امله د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۶۰ څاروي تلف شوي، ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۲ کورونه او شاوخوا ۲۶ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.