رسمي سرچینې وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ دې خراسان ډېري د دغو سرچینو له قوله لیکلي، چې د استخباراتي مالوماتو له مخې په یو لړ عملیاتو کې پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پرمهال یې یوشمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.
سرچینې ویلي، چې دغه وسلهوال د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړاو لري.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې په تېرو وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی.
له بل پلوه په پاکستان کې د اپوزیسیون ځیني مشرانو د سه شنبې پر ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته په ویناو کې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ، چې د قبایلي سیمو په اړه پر کړو ژمنو نه دی ولاړ.
د مسلمینو د یووالي ګوند مشر ناصر عباس وویل، چې پاکستاني حکومت دغه «سیمې ترهګرو ته» خوشې کړې دي.
تېره وځ له خیبرپښتونخوا څخه سرچینو ویلي، د کورمې هغو لسګونو کسانو د امن غوښتنې لاریون وکړ چې په خپلو سیمو کې له بد امنۍ کړېږي.
ويل کېږي، دغو لاریونوالو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمو کې دې امن ټينګ کړي.