د چمن پرلتوال وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري د کوږک په غره کې پر پرلت وهونکو برید کې پنځلس تنه پرلتوال ټپیان شوي او پاکستاني ځواکونو اوه تنه مرکچیان هم له ځانه سره بېولي او بندیان کړي یې دي.
د چهارشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د چمن پرلت وهونکو پر هغو اعتراض کوونکو برید وکړ، چې د چمن - کوټې عمومي لاره یې په کوږک غره کې د تېرو دوه اونیو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې وه.
پرلت وهونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو په دغه برید کې ۱۵ تنه اعتراض کوونکي ټپیان شوي او ۱۵ تنه نور دغو ځواکونو له ځانه سره بېولي دي.
د چمن د پرلت د مرکزي کمیټې غړی منډولی وايي:« له دوه زره ډېر پاکستاني امنیتي کسانو زموږ پر ملګرو د شپې ناوخته برید وکړ، زموږ د پرلت خیمې او وسایل یې وسېځل. زموږ ۱۵ تنه ملګري ټپیان شول او پنځلس تنه هم پولیسو له ځانه سره بېولي دي.»
نوموړی زیاتوي، پاکستاني ځواکونو د پرلت په استازولۍ اوه تنه مرکچیان چې تر برید وروسته یې له پاکستاني ځواکونو سره خبرې اترې کولې هم بندیان کړي دي.
په پرلت وهونکو د پاکستاني ځواکونو له لوري د دویم برید وروسته پرلت وهونکي قهرېدلي او تېره ورځ د زرګونو عامو ښاریانو په بدرګه یې په چمن ښار کې لاریون وکړ.
دمګړۍ پرلت وهونکو په چمن ښار کې د پاکستاني ځواکونو د یویې اډې مخې ته د خپلو بندي شویو ملګرو د راخوشې کېدو په موخه پرلت وهلی.
دغه پرلت وهونکو اته میاشتې وړاندې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کولو په غبرګون کې پرلت وهلی.
د چمن پر پرلت وهونکو د برید په غبرګون په کوټه ښار کې هم ځايي سیاسي ګوندونو هم لاریونونه پیل کړي دي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلتوالو د برید په اړه څه نه دي ویلي.