د پاکستان مخکینی ولسمشر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر عارف حسین علوي ادعا کړې، له عمران خانه غوښتل شوي چې د یوې هوکړې له مخې دې له پاکستانه ووځي.
ښاغلي علوي خبریالانو ته وویل چې عمران خان دغه وړاندیز رد کړی او «په هیڅ قیمت» به پاکستان نه پریږدي.
ښاغلي علوي چې د چهارشنبې په ورځ یې له خبریالانو سره خبرې کولې، څرګنده نه کړه چې دا وړاندیز چا عمران خان ته کړی دی.
تر دې مخکې د دغه هېواد دوه پخواني مشران پروېز مشرف او نواز شریف له زندانه د وتلو لپاره جلاوطنۍ ته اړ شوي وو.
په ۲۰۱۹ کال کې، نواز شریف د فساد په یوه قضیه کې تر محکومېدو وروسته د یوې «ناروغۍ» د درملنې لپاره لندن ته ولاړ او بیا پاکستان ته راستون نه شو.
تحریک انصاف ګوند په وار، وار ویلي چې له سیالو سیاسي ګوندونو سره به خبرې اترې نه کوي، بلکې یوازې د پاکستان له پوځ سره خبرو ته چمتو دی.
د تحریک انصاف دوه جګپوړي شخصیتونه عمران خان او شاه محمود قریشي چې له څو میاشتو راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي، په دې وروستیو کې د اسلام اباد د محکمې له خوا د حکومتي رازونو د افشا کولو په ګډون لږ تر لږه په دریو قضیو کې بري ترلاسه کړي.